د دې پخواني طالب چارواکې نظر په ښکاره د ولسمشر تند غبرګون را پارولی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړه:«ټاکنه ډېره اسانه ده، جمهوریت او که یا امارت؟ جمهوریت، جمهوریت، جمهوریت.»
پخواني طالب چارواکي اغاجان معتصم له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي هغه نظام چې له طالبانو سره د سولې په پایله کې به رامنځته شي باید د امارت او جمهوریت ترکیب وي.
پخوانی طالب چارواکی اغاجان معتصم وايي:«د دغه نظام نوم د افغانستان جمهوري اسلامي امارت وي او په هغه کې د دواړو جمهوري او امارت ارزښتونه وي.»
د ولسي جرګې غړي بیا وايي، د طالبانو پنځه کلنه واکمني د خلکو غوښتنو ته ځواب ویوونکې نه وه.
د ولسي جرګې غړی عطامحمد دهقانپور څرګندوي:«اسلامي امارت هېڅکله نه د خلکو د ټولنیزو اړتیاو ځواب ویوونکی و، او نه هم د سیاسي اړتیاو او نه هم د خلکو د اسلامي اړتیاو ځواب ویوونکی و.»
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان نظام امارت اعلان کړی او یوازې پاکستان، عربستان او متحده عربي اماراتو دا رژیم په رسمیت وپېژانده.