دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 190452
اشرف غنی سعودي عربستان ته ولار
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن ماسپښین د رسمي سفر په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
جمهوررئیس محمد اشرف غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په لړکې مکې معظمې ته لاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.
همدا راز به جمهوررئیس غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په لړکې د الحرمین الشریفین له خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.
https://avapress.com/vdcgnz9qxak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته