جمهوررئیس محمد اشرف غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په لړکې مکې معظمې ته لاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.
همدا راز به جمهوررئیس غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په لړکې د الحرمین الشریفین له خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.