دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 190493
امریکا او طالبانو د موقت حکومت جوړېدو هوکړه رده کړې ده
امریکا او طالبانو هغه ریپوټونه رد کړي چې، ګواکې امریکا او طالبانو په قطر کې د سولې خبرو په نهم پړاو کې په افغانستان کې د موقت حکومت په جوړېدو هوکړه کړې ده.

الجزیرې خبري شبکې پرون شنبه خبر ورکړ چې، په قطر کې امریکایي او طالب استازي په افغانستان کې د ۱۴ میاشتني موقت حکومت په جوړېدو هوکړه کړې ده، خو امریکا او وسله والو طالبانو په رسمي ټوګه دغه ریپوټونه رد کړي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې ویلي: «کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپریږي ، حقیقت نلري.»
دي ته ورته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د موقتې ادارې په اړه خپاره شوي ریپوټونه ناسم بللي دي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «هغسې چې د طالبانو ویاند مخکې ویلي، موږ د موقت حکومت په تړاو هیڅ خبرې نه دي کړې. د حکومتولۍ پرېکړې به افغانان په بین الافغاني خبرو کې کوي.»
ورته مهال سهیل شاهین رسنیو ته ویلي چې، د سولې خبرو په نهم پړاو کې په ځینې مساییلو خبرې شوې او هیله یې څرګنده کړې چې په دوو ورځو کې به په پاتې مساییلو هم هوکړه وشي.
لدې وړاندې سهیل شاهین پاکستاني رسنیو ته ویلي و چې، امریکا او طالبان له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش په اړه هوکړې ته رسېدلې دي.
سهیل شاهین وړمه ورځ د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره په تلیفوني مرکه کې ویلي چې، امریکایي او طالب استازو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه عمومي خبرې کړې دي اوس مهال ددغې هوکړې د عملي کولو په میکانیزم کار روان دی.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفیر جانس ویلي چې، سوله امریکا ته لومړیتوب دی؛ ځکه چې سوله افغانانو ته لومړیتوب دی.
ښاغلي بس په مزارشریف کې خبریالانو ته وویل: «امریکا ته سوله ستر لومړیتوب دی، ځکه چې دا د افغانانو لوی لومړیتوب هم دی. موږ ته هره ورځ افغانان وايي، چې سوله د دوی لوی لومړیتوب دی.»
همدارنګه جانس وویل چې، امریکا به هغه وخت خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي چې، طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د امریکا او د متحدینو امنیت ته یې ګواښ نه وي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9gb8frhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته