دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 191445
ولسمشر غني: افغانستان له وارداتي هېواده په صادراتي بدل شوی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان له وارداتي هېواده په صادراتي بدل شوی دی.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون د حیرتان بندر له لارې چین ته د افغانستان د لومړنۍ سوداګریزې محمولې د لېږد د نماځنې په مراسمو کې وکړې.
په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني دا یو بنسټیز بدلون یاد کړ او زیاته یې کړه چې دولت د خصوصي سکټور له همکارۍ پرته دا کار نشو کولی.
خو په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر وویل، د افغانستان ګمرکونه اصلاحاتو ته اړتیا لري، زمونږ عواید او مصارف باید بیلانس ولري، مونږ هغه هېواد وو چې ټول لګښت مو له بهرنیو مرستو تامینېده، په دې ځای کې د لیدلوري تغییر ته اړتیا ده.
خبرپاڼه وايي چې ولسمشر په ټینګار سره خصوصي سکټور، کروندګر او صنعت کاران د افغانستان د پراختیا اتلان یاد کړل.
ښاغلی غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا، د افغانستان د هوايي دهلېزونو د پرانیستې له پیله تر اوسه ۷۸۳ پروازونه شوي چې په کې ۸۴۴۵ ټنه کرنیز توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
https://avapress.com/vdcjxveviuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته