دخپریدو نیټه :جمعه ۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 192223
د افغانستان دکورنیوچارو د وزارت ویاند نصرت رحیمی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا دمخه د نیولو په هکله د طالبانو ډلې ګواښ تبلیغاتی اقدام وباله .
د افغانستان دکورنیوچارو د وزارت ویاند نصرت رحیمی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا دمخه د نیولو په هکله د طالبانو ډلې ګواښ تبلیغاتی اقدام وباله .
هغه وویل دافغانستان حکومت هیڅ مخالفې وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوی د ولسمشرۍ دانتخاباتو په ترسره کیدا کښې خنډ رامینځته کړی .
دافغانستان د کورنیو چارو دوزارت ویاند نصرت رحیمی زیاته کړه د کابل حکومت دو اویا زره (۷۲۰۰۰) پوځیان د سبا ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د امنیت د تامینولو لپاره تیارسې کړی دی .
دافغانستان طالبانو ډلې پرون په یوې  بیانیې کښې خبرداری ورکړ په ټول هیواد کښې به د انتخاباتو د بهیر مخه ونیسی .
دافغانستان
دولسمشرۍ انتخابات سبا ترسره کیږی .
دغه راز دافغانستان  امنیتي چارواکي وايي، له امنیتي ننګونو سره به د شنبې ورځې ولسمشریزې ټاکنې وشي.
 د افغانستان ملاتړو هېوادونو او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ( یوناما) د هېواد مشرتابه لپاره ټاکنې یوازینۍ مشروع لاره بولي.
خو د طالبانو د پوځي  شورا په نامه ډلې یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي، خلک دې له ټاکنو سره پرېکون وکړي او نور دې هم په ټاکنو کې له ګډون کولو را وګرځوي.
 په خبر پاڼه کې د ټاکنو پر مرکزونو او امنیتي ځواکونو د بریدونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د طالبانو پوځي  شورا له هغه یوه ورځ وروسته دا خبرداری ورکړی چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په دوحه کې له طالب استازو وغوښتل چې د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.
تادامیچي یاماموتو ویلي، د رایو پر مرکزونو او په ټاکنو کې پر ګډون کوونکو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او دغه احتمال  شته چې دا جنګي جنایت وګڼلی شي.
https://avapress.com/vdceww8zxjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته