دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 192385
که طالبان سوله ونه کړي، سخت به وځپل شي
محب: که طالبان سوله ونه کړي، سخت به وځپل شي
د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په وينا کې يو ځل بيا د سولې ضد خبرې کړي او ټينګار يې کړی، که طالبان له حکومت سره سوله ونه کړي، پر ضد به يې سخت ګامونه واخيستل شي او پر خلاف به يې جګړه روانه وي.
د ملي امنيت سلاکار يو ځل بيا له نړيوالو هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو پر ضد جګړه کې د دوی مرسته وکړي او طالبان له منځه يوسي.
حمدالله محب د ټاکنو ترسره کول د حکومت لويه لاسته راوړنه بللې او ادعا يې کړې، چې په دې ټاکنو کې درې ميليونه خلکو ګډون کړی و، په داسې حال کې، د باوري راپورونو له مخې يوازې ۱.۲ ميليونه خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.
د ټاکنو کميسيون ويلي و، چې نهه ميليونه خلک د رايې ورکولو اهليت لري، خو په ټاکنو کې د خلکو
ګډون بې ساري کمرنګه و.
نوموړي يو ځل بيا د سولې پر ځای پر جګړې ټينګار وکړ او زياته يې کړه، که طالبان له حکومت سره سوله ونه کړي، پر ضد به يې سختې جګړې ته دوام ورکړي او بالاخره به يې هم وګټي.
د ملي امنيت سلاکار دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د نړيوالو بنسټونو د راپورونو له مخې د هېواد پنځوس سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په هره برخه کې طالبان بریدونه او چاودنې کولی شي او د سولې په اړه يې په تکراري توګه له ګډ حکومت سره د مذاکراتو امکان رد کړی دی.
طالبان وايي، د کابل حکومت په رسميت نه پيژني، د امریکا ګوډاګی يې بولي او ټينګار کوي، چې د افغانستان بحران د پای ته رسېدو لپاره بايد لومړی له امریکا سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو خبره نهايي کړي او بيا به د داخلي موضوعاتو لپاره له افغان لوري سره خبرې کوي.
https://avapress.com/vdcdjx0fkyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته