پاکستان کې د یوه پښتون پولیس افسر «طاهر خان داوړ» وژل کیدو سخت غبرګونونه پارولي دي.
داوړ د تیرې اکتوبر میاشتې په ۲۷ مه له اسلام اباد څخه نادرکه شو او تیره ورځ یې مړی موندل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د داوړ تر ورکیدو وروسته په وار وار له حکومته د هغه د موندلو لپاره د هڅو غوښتنه کړې وه، خو د پاکستان حکومت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوله.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د طاهر داوړ وژنه هم د حکومت د ځینو متقدو مدني فعالانو، سیاستوالو او ژورنالیستانو وژنې ته ورته او مرموزه بللې ده.
داسې ګونګوسې هم شته، چې طاهر داوړ له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د تړاو او خواخوږۍ له کبله نادرکه او وژل شوی دی.
د پولیسو پر دغه پښتون افسر، چې د وزیرستان له ناامنه سیمې سره تعلق لري، وړاندې هم څو ځله بریدونه شوي وو او په ٢٠٠٨ کال کې په بنو کې له یوه ځانمرګی بریده روغ ووت.
که څه هم ځینو پآکستاني رسنیو ادعا کړې وه، چې ګنې داوړ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي دغه رپوټونه رد کړې دي