دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 193318
په کندهار کي د سرې مياشتي اوونۍ ولمانځل سوه
په دغه مراسمو کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د دولتي ادارو مسؤلينو او استازو، دعلماو شورا، سره صليب، دسرې مياشتي ولايتي او ساحوي مشرانو، نارينه او ښځينه رضاکارانو برخه اخېستې وه.
دسرې مياشتي ځانکړې اوونۍ د سرې مياشتي د مالي زېرمو دپېاوړتيا لپاره لمانځل کيږي.
د سرې مياشت د اوونۍ د لمانځني په مناسبت دجمهور رئيس محمد اشرف غني پيغام دولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب له لوري وړاندي سو.
په پيغام کي راغلي وه، چي دسرې مياشتي ځانکړې اوونۍ دصدقې او ښېګڼي دکلتور دپياوړتيا او ددې خيريه ټولني د فعاليتونو دقدردانۍ لپاره ښه فرصت دی
جمهوررئيس په خپل پيغام کي دټولو هيوادوالو څخه غوښتنه کړې وه، چي دخپل وس په اندازه د افغاني سرې مياشتي سره همکاري وکړي او په دې توګه خپلي صدقې په لا موثر ډول زياتو محتاجو کسانو ته ورسوي.
دغه راز دسرې مياشتي ولايتي او د زون په کچه رئيسانو سيد آصف هاشمي او احمدجاويد نيګزاد هم خبري وکړې او وويل، دسرې مياشتي دځانکړي اوونۍ دلمانځلو موخه دخپلو خيريه زېرمو پياوړي کول او مرستي راټولول دي.
د دوئ په وينا، سره مياشت کومه ځانکړې بوديجه نلري او يوازي دخلکو او شتمنو پر مرستو ولاړه ده.
د سرې مياشتي د اوونۍ لمانځني ته د سره صليب د نړيوالي ادارې استازې ميرمن هيروکو بوساکي هم راغلې وه او د بشري مرستو رسولو په برخه کي يې ددې ادارې هڅي وستایلې.
هغې له خپله اړخه ډاډ ورکړ، چي د سره صليب اداره به د سرې مياشتي رياست سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په غونډه کي همداراز دکندهار دعلماوو شورا رئيس، دعامي روغتيا د رياست استازو او ځينو نورو کسانو هم خبري وکړې او دسرې مياستي دفعاليتونو پر اهميت وږغېدل.
دغونډي په وروستيو کي د افغاني سرې مياشتي دعمومي رياست له لوري ځينو کسانو ته برابرسوي ستاينليکونه او سوغاتونه ورکول سوه.
 
https://avapress.com/vdca6en6a49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته