دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 193586
د امریکا دفاع وزیر کابل ته تللی؛ طالبانو سره د خبرو د بیا پېلېدو امکان
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر ناببره افغانستان ته تللی دی.

د هغه سفر له مخکې اعلان شوی نه و.
ښاغلي اسپر هغو خبریالانو ته چې له ده سره افغانستان ته تللي دي، ویلي دي: "هدف دا دی چې د سولې یو تړون وشي، یو سیاسي جوړجاړي وشي، چې وړاندې تګ لپاره تر ټولو غوره لار وي."
نوموړي زیاته کړه: "زه هیله لرم چې موږ نور هم پر مخ ولاړ شو او له یو داسې سیاسي جوجاړي سره راشو چې هم موږ لوري ته د منلو وي او هم مو هدفونه ترلاسه کړو."
ښاغلي اسپر همدغه راز ویلي دي چې ښايي امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي، هغه وايي دا کار به په افغانستان کې د القاعدې او داعش پر ضد روان جنګ نه زیانمنوي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونه روزوي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي.
د دفاع وزیر اسپر ټېنګار وکړ له افغانستان څخه د سرتېرو هر ډول وتل به له طالبانو سره د سولې د موافقې په اساس کیږي. دا خبرې داسې مهال مخې ته راځي چې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي پایلې په خپل وخت اعلان نکړي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد شاوخوا نهه میاشتې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړې، خو ولسمشر ټرمپ په کابل کې د طالبانو په برید کې د امریکايي له وژل کېدو وروسته دا خبرې ختمې کړې.
 
https://avapress.com/vdch6xnz-23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته