دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 193691
کندهاروالي په مخامخ ډول د ولسونوستونزي دحل په موخه واورېدې
کندهاروالي حیات‌الله حیات د معمول سره سم ولایت مقام کي په مخامخ ډول د سلګونو ولسونو ستونزي دحل په موخه واورېدې، چي پرمهال یې دعدلیې، قضايي، امنیتي او حقوقي ادارو مسؤلینو او د ولایت مقام مشاورینو هم ګډون درلود.
ددوشنبې په ورځ د کندهار ښار او بېلابېلو ولسوالیو ښځینه او نارینه سلګونه مراجعینو په ډله ‌ییز او جلا ډول د پوهني، روغتیا، ښاروالۍ، ځمکو د غصب، حقوقي، ټولنیز او یو شمیر نورو برخو کي خپلي ستونزي دکندهار والي سره شریکي کړې.
د لیدنو پر مهال یو ګروپ د تکواندو ورزش‌کارانو کندهار والي ته د خپلو لاسته‌راوړنو، ستونزو او غوښتنو په اړه وویل او د جنوب‌لویدیځ زون په کچه یې د تکواندو کلب په جوړېدو کي د همکارۍ غوښتنه وکړه، چي کندهار والي ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه د لیدنو په ترڅ کي د کندهار پوهنتون د شپې پوهنځيو د محصلینو یو شمېر استازو د لوړ فیس اخیستلو ستونزه شریکه کړه او د حل لپاره یې ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، چي کندهار والي ورته یاده ستونزه د مرکزي ادارې سره د شریکیدو ډاډ ورکړ.
دغه راز پر امنیه قومندانۍ د وروستي ترهګریز برید پر مهال یو شمېر زیانمنو سوو کسانو د کندهار والي څخه د خسارې په برخه کي د مرستي غوښتنه وکړه، چي کندهار والي ورته ډاډ ورکړ، چي موضوع به یې د مرکزي ادارې سره شریکوي او د مرستي ترلاسه کولو هڅه به یې کوي.
ښاغلي حیات له خلکو وغوښتل، چي د بېړنیو ستونزو پر مهال د ولایت مقام ۲۱۰ شمېرې سره اړیکه ونیسي او اطمینان یې ورکړ، چي یادي ستونزي به په همغه شېبه د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکېږي.
کندهار والي ولسونو ته ډاډ ورکړ، د ولایتي ادارې دروازه تل د خلکو پر مخ خلاصه ده، دولتي ادارې ټولې د خلکو د خدمت لپاره جوړي سوي، د ولس هرې ستونزي، غوښتني او وړاندیز ته لبیک ویل کېږي، ولسونه دې د یووالي او بیارغوني لپاره د سیمه‌ییزې ادارې ملاتړ وکړي، تر څو ټولو ستونزو ته په ګډه حل لار ولټول سي.
د یادوني وړ ده، چي کندهار والي هره دوشنبه په ولایت مقام کي د نورو مسؤلینو په شتون کي د خلکو ستونزي، وړاندیزونه او غوښتني اوري او د حل په موخه یې عاجل اقدام کوي.
https://avapress.com/vdceox8zzjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته