د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې طالبانو یو ماین ځاي پرځاي کړي وو، چې په ترڅ کې ماین چادونه کړې او ۲ماشومان په کې ټپیان شوي دي. ځايی چارواکي وايي، چې ټپی شوي ماشومان دیوې کورنۍ دي او دامهمال دهلمند ولایت ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. دیادونې وړه ده، چې طالبانو تل په داسې چادونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې په کې ماشومان ،میرمنې او سپین ږیري شامل دي.