داطلاعاتو او کلتور رییس حکمت الله افغان دپیل په خبرو کي وویل، چي هنر او فرهنګ دټول ولس ګډه شتمني ده او له دې څخه يې موخه دهنر دنړۍ پیاوړتیا ده.
دی وايي، په نندارتون کي بیلابیل هنري توکي او تابلوګاني نندارې ته وړاندي سوي دي.
مرستیال والي عبدالحنان منیب بیا غونډي ته په وینا کي وویل، هنر او فرهنګ زموږ دټولني ښکارندويي کوي.
ده وویل، دهنر دپیاوړتیا لپاره به ښه وي، چي هنرمندانو ته دلاښو تجریبو د ترلاسه کولو لپاره هغوئ بهرنیو هیوادنو ته واستول سي.
لیکوال استاد حیات الله رفیقی وویل، هنر او ښکلا دهري ټولني د تاریخ بیان دی او زیاته يې کړه، چي په افغانانو کي طبيعي هنر پروت دی.
هغه له ځوانانو او نجونو غوښتنه وکړه، چي دهنر دکور دپیاوړتیا سره تر خپله وسه همکاري وکړي.
وروسته دمرستیال والي عبدالحنان منیب په ملتیا د غونډي ټول ګډونوال د نندارتون ځای ته ولاړل او هلته جوړ هنري توکي يې له نږدې ولیدل.
په دې هنري نندارتون کي ګڼ شمیر تابلوګاني، ډول ډول هنري لوښي او هنري ليکني نندارې ته وړاندي سوي وې.
ګډونوالو غوښتنه وکړه، چي دهنرمندانو دهنري توکو دپلور لپاره دي بازار موندنه وسي.