دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 194778
په بامیان کې ۶ تنه غیری مسئول وسله وال نیول شوی
آوا خبرګزاری، بامیان: امنیتی مسئولین بامیان ولایت کې وایی چی شپږ کسه غیری مسئول وسله وال چی ددی ولایت شیبر ولسوالی کې فعالیت درلود نیولی دی.

محمد رضا یوسفی؛ د بامیان ولایت پولیسو ویاند وایی چی دا کسان چی د اوږدی مده راهیسی د پولیس تر پلټنو لاندی قرار درلود تیره ورځ د "ده چقورک غندک" په سیمه کې د پولیس ځواکونو له لوری ونیول شو.
ښاغلی یوسفی وویل چی په دی عملیات کې ددی کسانو مسکونی سیمو څخه یو میل کلاشینکوف د ۱۱ شارژره سره او ۲۴۳ فیر مرمی د کلاشینکوف، ۴ فیر راکت مرمی معه حق السوق، ۳ بسته چاودیدونکې توکې، ۲ عدد پرتله، نږدی ۶۰ متره ثانیه سوز لین، یو عدد پیکاه شرید بکس لاسته راغلی دی.
بامیان پولیسو ویاند زیاته کړه: شپږ تنه مسلح غیری مسئول کسان چی په یو شبکه کې فعالیت درلود نیول شوی او وروسته هغوی دوسیی عدلی او قضایی نهادونو ته استول شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی چارواکې بامیان ولایت کې د غیری مسئول وسله والو شتون رد کړی وو.
 
https://avapress.com/vdcbzab8wrhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته