دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 195220
افغان زده کوونکو د انتالیا علمي سیالیو کې ۱۸ مډالونه وګټل
د افغان – ترک لېسو زده کوونکو د انتالیا په یوولسم علمي المپیاد کې د سرو زرو د ۵ مډالونو په شمول ۱۸ مډالونه وګټل.

 افغان زده کوونکو په دغو علمي سیالیو کې د ریاضي، بیولوژي، انګلیسي او ترکي ژبې په برخو کې ۵ د سرو زرو، ۵ د سپینو زرو او ۸ د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

 نصیب الله اندړ په دغو سیالیو کې تر ټولو غوره افغان زده کوونکی شو چې ۳ د سرو زرو او یو د برونزو مډال یې واخیست.

 افغان زده کوونکو د دغو سیالیو په ترڅ کې د نړۍ په کچه د ترکي او انګلیسي ژبو برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

 د ترکیې په کوربه توب انتالیا علمي المپیاد کې د ۱۳ هېوادونو ۱۱۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې وه.
https://avapress.com/vdcewn8z7jh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته