د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون شپه (قوس ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، په تسلیم شویو کسانو کې پاکستانیان هم شامل دي.
"په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو تر ګډو عملیاتو وروسته د داعش جنګیالي ډله ډله تسلیمیږي. د همدغې لړۍ په دوام د داعش ډلې ۶۲ جنګیالیو چې دېرش یې پاکستانیان او ۲ ترکان دي له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای د ملي امنیت منسوبینو ته ځانونه تسلیم کړل."
ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په وروستیو شلو ورځو کې تر اوه سوو ډېر داعشیان له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره یوځای د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي دي.
جمهور رییس محمد اشرف غني تېره سه شنبه (عقرب ۲۸مه) ننګرهار ولایت ته په یوه سفر کې اعلان وکړ چې په ننګرهار کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډله له منځه تللې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)