دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 196409
د ولسمشر غني نیوکې پر (نی) ناسمې دي-خلوتګر
د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ مشر ویلي، چې د ولسمشر نیوکې پر دغې ادارې ناسمې او تېروتنه ده.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی مشر مجیب خلوتګر ویلي، چې د ولسمشر اشرف غني وروستۍ څرګندونې کیدی شي پر رسنیو، د بیان پر آزادۍ او په ځانګړي توګه پر دغه بنسټ فشار راوړل وي.
ولسمشر اشرف غني لویې څارنوالۍ ته امر کړی، چې د (نی) د مسوولینو د هغو خبرو موخه وارزوي، چې وایي؛ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ارزول شوې ندي.
ولسمشر محمد اشرف غني د دوشبې پر ورځ ماښام مهال( د لیندۍ ۴) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین د پرانستې په مراسمو کې څرګنده کړې؛ یو بنسټ، چې نی نومیږي څو ورځې مخکې ادعا کړې، چې د د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې څېړل شوې ندي. له لوی څارنوال او آغلې ساپۍ( د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات چارسمبالې میرمن حسینه ساپۍ) غوښتنه کوم، چې له دې خلکو سره خبرې وکړي. دلته راځي یوه خبره وایي او، چې ووځي بیا بله کوي؛ ځکه، نو اړتیا ده، چې د موخې د په ډاګه کولو لپاره دا سکالو او موضوع روښانه او وارزول شي.  
 د نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر ویلي، د ولسمشر دا هڅه کولی شي پر رسنیو، د بیان پر آزادۍ او په ځانګړي توګه د (نی) پر دفتر یو ډول فشار وي.
نوموړي څرګنده کړې: چېرته، چې له رسنیو خبرې کیږي؛ نه بلل شوی یم او نه مو استازی د ښاغلي ولسمشر دفتر ته تلی دی. له همدې کبله نوموړی، چې څه ادعا لري یوه تېروتنه ده.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې غړي صدیق الله توحیدي ویلي، چې د ولسمشر له څرګندونو ښکاري، چې هغه  نه غواړي په افغانستان کې د بیان د آزادۍ رښتینې پېژندنه تمثیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې آزادې رسنۍ هڅه کوي په اوسنیو سیاسي شرایطو کې واقعیتونه له قانوني لارو په ډاګه شي، چې ځینې واقعیتونه د ولسمشر په مزاج ښه نه لګیږي.
 
https://avapress.com/vdce7p8zojh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته