دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 196556
چورلکې په منظم ډول  جنګیالي او وسلې د افغانستان شمال ته لېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» وایي، امریکايي چارواکو تر دې دمه دوی ته د هغو الوتکو په اړه هيڅ مالومات نه دي ورکړي، چې وسلې او جنګیالي د افغانستان شمال ته لېږدوي.
د اوا خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف په قرغزستان کې یوې ناستې ته د خبرو په مهال، وویل « د امریکا متحده ایالاتو تر دې دمه د هغو چورلکو په تړاو  موږ او ځیني افغان چارواکو ته هيڅ سپیناوی رانکړ، چې په منظم ډول د افغانستان له مرکزي سیمو څخه شمال ته پر لاره لیدل شوي.»
نوموړي زیاته کړې « داسې اندېښنې شته، چې یادې الوتکې جنګیالي او وسلې د افغانستان شمال ته لېږدوي، موږ په دې برخه کې له امریکایانو د سپیناوي غوښتنه کوو؛ ځکه هلته په شته فضا دوی واکمن دي.»
سرګي لاوروف داسې مهال د افغانستان شمال ته د جنګیالیو او وسلو لېږد ته اندېښمن دی، چې یو شمېر سرچینې وايي، امریکا او ګډ حکومت هڅه کوي، د طالبانو له لوري مات شوي داعشیان، چې بیرته دوی ته ورګرځېدلي، بیا ځلې د کونړ په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځای پر ځای کړي.
https://avapress.com/vdchm-nz-23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته