دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 196653
په سرطان اخته یوې افغانې د سرطان د درملنې دستګاه جوړه کړې
د دایکنډي ولایت یوې اوسېدونکې شکردخت جعفري په لومړي ځل د سرطان د درملنې او د تششعاتو د دوز سنجونې یوه دستګاه جوړه کړې ده.
دا نجلۍ چې پخپله هم سرطان ده او پلار یې هم له دې ناروغۍ مړ شوی دی غواړي چې د خپلې جوړې کړې دستګاه په مرسته نور انسانان له دې مرګونې ناروغۍ وژغوري.
 اغلې جعفري وايي، دا ماشین یې له ساده ښیښو جوړ کړی دی چې کولی شي د رادیو تراپۍ پر مهال ناروغانو ته رسېدونکې لوړې او ټیټې اشعې (شعاعوې) اندازه او د ناروغ ډېره ارزانه درملنه وکړي: (( ما خپله اختراع ثبت کړې ده، دا یو اسانه کار نه و، په داسې حال کې چې له یوې خوا حامله وم او له بلې خوا سرطان ځورولم.))
نوموړې چې دا مهال په بریټانیا کې د دوکتورا په زد کړو بوخته ده او دغه دستګاه یې د پروژې برخه ده، وايي د جون په میاشت کې یې استادانو ورسره دا ارزانه دستګاه د سرطان د درملنې د ماشین په توګه ونه منله، خو اوس یې خپله اختراع بالاخره ثبت کړه.
 میرمن جعفري په تهران کې طبي علوم د ټکنالوژۍ او رادیولوژۍ په برخه کې لوستي او له ۱۳۸۳ کال راهیسې په کابل پوهنتون کې استاده وه او د فرانسویانو په روغتون کې یې هم د ډاکټرې په توګه دنده ترسره کوله، خو له څه مودې راهیسې په بریټانیا کې د پي ایچ ډي زده کړې کوي.
https://avapress.com/vdcftvdymw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته