دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 197029
بابر فرهمند: د ناټو قومندان دوستم ته مډال ورکړ
د افغانستان د جمهوري ریاست لمړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر مشر عنایت بابر فرهمند وايي چې په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ملاتړ او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکات میلر د ښاغلي دوستم (خدمتونه) ستایلي دي.

فرهمند د دوشنبې په ورځ (دسمبر۲) په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې جنرال میلر د جنرال دوستم پر ټټر دوه مډالونه هم وځړول.
هغه لیکلي دي: "په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان سکات میلر د طالبانو له رژیم څخه د افغانستان د ازادۍ او د هېواد د مبارزو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او خدمتونو له کبله د جمهوري ریاست لمړي مرستیال الحاج سترجنرال عبدالرشید دوستم ته دوه مډالونه ورکړل چې یو یې د افغان ځواکونو مډال دی او بل یې د ناټو له ادرس څخه دی."
جنرال عبدالرشید دوستم د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ننګه وکړه. بابر فرهمند په ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله لمړی مرستیال دی. د ناټو ځواکونو تر دې دمه جنرال دوستم ته د مډال ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.


دا خبرونه داسې مهال مخې ته راځي چې همدا نن سهار په فاریاب کې زرګونو کسانو د جنرال دوستم د انتخاباتي ټیم په ننګ مظاهرو ته راوتلي وو.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد او جنرال میلر شبرغان ته ولاړل او هلته یې له دوستم سره ولیدل. په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د ملاقات تصویرونه هم خپاره شوي دي.
د ښاغلي دوستم د دفتر د مطبوعاتو مسول حبیب‌الله قویاش امریکا غږ ته وویل چې هغوی "په شمال کې د امنیت په اړه او د سولې د خبرو په تړاو لیدنه کوي".
دا لومړی ځل دی چې جنرال میلر له جنرال دوستم سره په جوزجان کې ویني. د دغې لیدنې زیات جزئیات تر اوسه له رسنیو سره شریک شوي نه دي.
جنرال دوستم له ولسمشر غني سره ښې اړیکې نلري او څه موده کیږي چې په شبرغان کې دیره دی. هغه څو کاله مخکې له افغانستان څخه ظاهرآ ترکیې ته تبعید کړل شوی و چې بیا بېرته راغی.
 
https://avapress.com/vdcdx50fnyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته