دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 197065
کندهارکي سلګونه کسانو د يوې پراخي غونډي پرمهال دسولي دهرډول خبرو ترپيل مخکي دسرتاسري اوربندغوښتنه وکړه
په دې اړه غونډه چي دسولي لپاره د ځوانانو دتماس ګروپ لخوا، په یوه خصوصي صالون کي نيول سوې وه، پکښي د ښار او ولسواليو څخه راغلو ګڼ شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په غونډه کي دسولي په روانو خبرو کي د ځوانانو پر فعال رول هم ټينګار وسوو.
دلته راټول سوي کسان له وسلوالو طالبانو او حکومت دواړو غوښتنه کوي، چي د سولي د هر ډول خبرو تر پيل مخکي دي په ټول هيواد کي سرتاسري اوربند وکړي او د سولي خبرو کي دي له مخکنيو شرطونو ايښودلو پرشا سي.
قومي مشرانو جنرال ميرويس نورزي او لقمان حقمل وویل، چي روانو جنګ جګړو تر ټولو ډېر د جنوبي ولايتونو خلک ځپلي او اوس دوئ دلوی کندهار کي څخه ديوې پايداره سولي او اوربند ږغ پورته کوي.
په غونډه کي ديني عالمانو او ځوانانو هم خبري وکړې.
ځوانانو په خپلو خبرو کي وویل، اړتيا ده ددوئ رول د سولي په روانو خبرو کي پراخ سي او ددې ترڅنګ يې پر وسلوالو طالبانو ږغ وکړ، چي له افغان حکومت سره د سولي مخامخ خبرو ته حاضر سي.
دوئ دغه راز د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي د په ټپه ولاړو خبرو دبيا ژر پيل غوښتنه وکړه.
تر غونډي وروسته پرېکړه ليک هم ولوستل سو، چي پکښي ګډونوالو په يوه خوله دجنګ د بندېدو او دسولي د خبرو د ژر پيل غوښتنه کړې وه.
بايد وویل سي، چي تر دې مخکي هم دلته په کندهار د سولي په ملاتړ ورته غونډي جوړي سوي دي.
https://avapress.com/vdcd950fkyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته