دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 197347
خوست کې یو څلور لارې د جاپاني مرستندوی ډاکټر ناکامورا په نوم ونومول شو
د جاپان د سولې طبي موسسې د مشر ډاکټر تتسو ناکامورا د وژل کېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام، د همبستګۍ ګوند کابل کې د پاکستان سفارت مخي ته لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د پاکستان استخباراتي اداره یا ای‌ایس‌ای د جاپاني خیریه مرستندوی ډاکټر تتسو ناکامورا او د هغې د پنځه همکارانو د وژنې په قضیه کې ښکېله وبلله.
دوی وايي، ناکامورا د کونړ سیند اوبه چې پاکستان ته تلې مهارولې او همدا ډول یې د افغانستان کې د کرنې د پراختیا لپاره کار کاوه.
د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړې زرمینه:
“د ډاکټر ناکامورا او د هغې د همکارانو د وژل کېدو عاملین د پاکستان استخباراتي اداره ای‌ایس‌ای ده چې د خپلو کورنیو نوکرانو په وسیله زموږ په هېواد کې خپلو ترهګریزو اعمالو ته دوام ورکوي. د پاکستان حکومت هغه ډول چې کلونه کېږي د کونړ خاوره په توغندو ولي، همدا ډول هغه هغه څوک چې په ختیځ کې د اوبو د مهار په برخه کې جدي کار کوي، خپل دښمن بولي او پرې برید کوي. ”
لاریون کوونکي ادعا کوي چې د ناکامورا د وژل کېدو طرحه طالبانو عملي کړې ده.
په کابل کې داسې مهال د پاکستان حکومت د ناکامورا د وژلو په قضیه کې ښکېل ګڼل کېږي چې تېره ورځ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د ناکامورا د وژنې قضیه له افغانستان د باندې پلان شوې وه، خو هغه د کوم هېواد نوم وا نه خیست.
https://avapress.com/vdcgtu9quak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته