دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 197451
شمالي کوریا: نوي ازمویښتونه به مو سیاسي دریځ پياوړی کړي
شمالي کوریا نوي توغندي ازمویلي دي. د شمالي کوریا حکومتي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له خولې راپور ورکړی چې دوی ډېر مهم ازمویښتونه ترسره کړي دي او د شمالي کوریا برخلیک به بدل کړي.
ددوی په خبره دغه ازمویښتونه به د شمالي کوریا موقعیت او سیاسي دریځ پیاوړی کړي. توغندي تېره ورځ ناوخته د چین پولې ته نږدې ازمویل شوي دي. شمالي کوریا داسې مهال دغه توغندي ازمویي چې له امریکا سره یې یو ځل بیا ناندرۍ پيل شوې دي.
ټرمپ بیا ویلي وو که شمالي کوریا له نړیوالو قوانینو سرغړونې ته ادامه ورکړي نو دوی پر پوځي اقدام لاس پورې کوي. خو شمالي کوریا وایي چې امریکایي لوري یې پر ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه دوی هم بېرته د خپلو وسلو ازمویلو او جوړولو ته مخه کړې ده.
https://avapress.com/vdccpmqss2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته