دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 197485
دافغانستان د ولسمشرۍ ویندوی دواخان مینه پال پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی  د افغانستان او امریکا ترمینځ په خبروکې دا هوکړه شوې ،کله چې  د سولې خبرې پیلېږی،نو تاوتریخوالی به کمېږی او پایله به ئې اوربند وی .
 دواخان مینه پال وئیلی دی ،د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو ترمینځ په  دوامدارو خبرو کې دا تفاهم هم شوی چې له افغانستانه د باندې به د ترهه ګرو پر پناه ځایونو تمرکز کېږی .
 د افغانستان د ارګ ویندوی همداراز په دوحې کې د امریکا او طالبانو د سیاسی استازو ترمینځ د بیا پیل شوو خبرو په غبرګون کې هم وئیلی دی، افغانستان او امریکا ګډې ګتې او اهداف لری،مونږ د سولې په اړوند په ګډه کار کړی او ګډ دریځ لرو،پردې توافق شوی چې کله د سولې خبرې  پیل شوې، نو تاوتریخوالی به کمېږی او پایله به ئې  هم اوربند وی."
دواخان مینه پال جوته کړې ، د کابل او واشنګټن ترمینځ دا موافقه هم  شوې چې تر دې وروسته  هر اقدام چې  کېږی ،نو د افغانستان او امریکا ترمینځ  به د همغږۍ پر اساس وی .
https://avapress.com/vdcjoaeviuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته