د خېبر پښتونخوا د سوات په کبل تحصيل کې د مسلم لېګ (ن) يو ځايي سياستوال فیروز شاه وکيل وژل شوی دی.
د پوليسو په وېنا فیروزشاه وکيل ماښام له جوماته وتلو چې حمله پرې وشوه.
د دوی په وېنا وسله والو دا بريد په مغار سيمه کې کړی او بيا تښتيدلي دي.
په دې حمله کې د نوموړي يو ساتونکی زخمي دی.
د مسلیم ن ګوند د رهبري غړیو د پاکستان استخباراتي اداره تورنه کړې ده، چې په یاده پېښه کې لاس لري.
فيروز شاه وکيل پخوا د امن کمېټې مشر هم پاتې شوی دی او تر دې مخکې يې دوه وروڼه د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي.
هغه د مسلم ليګ (ن) له خوا له دې سيمې څخه پخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره کانديد شوی هم وو.