دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 198245
افغان بورډ د مارکيټینګ برخه د لاسه ورکولی شي
افغانستان کریکټ ملي لوبډله په نړۍ کې یو له هغو چټکو ودې کوونکو لوبډلو څخه شميرل کيږي،چې په ډير کم وخت کې يې په ملي او نړيواله کچه ډيرې لاسته راوړنې راوړي دي.
د کريکټ په ډګر کې د لوبډلې د دغو چټکو ودو سره دوی وکولی شول چې د سپانسرانو پام هم ځانته راوړوي او په لوبډله پانګونه وکړي.خو اوس په کرکټ بورډ کې د سياسي ستونزو او د لوبغاړو ترمنځ پخپلو منځونو کې مخالفتونه دېته لار هوارولی شي چې افغان لوبډله به د خپلو سپانسرانو اعتماد هم له لاسه ورکړي او له دوی سره به کار پريږدي.
د لوبغاړو ترمنځ په خپلو منځونو کې ستونزې هغه مهال زیاتې شوې چې افغان کریکټ بورډ د انګلیستان په کوربتوب د ۲۰۱۹ کال نړيوال پنځوس اوریز جام لپاره په حساس وخت کې اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه ليرې کړ او په ځای يې ګلبدين نایب د لوبډلې نوی مشر اعلان کړ.
د نړيوال جام د پيل وړاندې افغان کریکټ ملي لوبډلې په يوه تمریني لوبه کې د پاکستان کريکټ ملي لوبډلې ته سخته او زبردسته ماتي هم ورکړه.
افغان کریکټ ملي لوبډلې جوړښت ته په کتو او د نړۍ بهترینو ورو توپ اچوونکو او تجربه کاره توپ وهوونکو په شتون کې ډیرو افغان مينه والو د لوبډلې څخه دا هيلې درلودې،چې افغان کریکټ ملي لوبډله به د انګلیستان په کوربتوب ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سيالیو کې ښې سيالۍ نندارې ته وړاندې کړي.خو دوی نه یوازې چې یوه بریا خپله کړه، بلکې ټولې ۹ ترسره کړل شوي لوبې يې بایلودې.
د نړيوال جام د پيل څو ورځې وړاندې ( امول) کمپنۍ هم په نړیوال جام سيالیو کې لدې کبله افغان لوبډلې سپانسري په غاړه واخيسته چې دوی پرې باور درلود چې افغانستان نوي او چټکه مخ په ودې لوبډله ده او ښې بریاوې به ترلاسه کړي.
په نړیوال جام کې د خرابو کارکردګيو وروسته افغان مينه والو په کریکټ بورډ او لوبډلې نیوکې وکړې.کریکټ بورډ وروسته د لوبډلمشر ګلبدین نایب له دندې ليرې کړ او په ځای يې راشدخان د ټولو پارمټونو کپتان وټاکه.
ددې پریکړې ځينو مينه والو هر کلی وکړ. خو پدې سره بیا هم د لوبډلې کارکردګۍ د مخ د ښه کيدو په ځای د خرابۍ په لور مخه کړه او دېته زمینه مساعده شوه چې سياسي مداخلې رامنځ ته شي.
افغان ولسمشر په کریکټ بورډ کې د نظارت ځانګړي غړي وټاکل، تر څو د کریکټ بورډ د مهمو پریکړو صلاحیت ولري.خو لا هم د لوبغاړو ترمنځ ستونزې هوارې شوي ندي.
د ويسټ انډيز ترمنځ په وروستي سيریز کې افغانستان د ټيسټ او يو ورځنیو لوبو سیریز بایلود، او یوازې د شل اوریزو لوبو سیریز يې له ويسټ انډيز څخه وګاټه.
د روانې دسمبر مياشتې په دوولسمه نېټه افغان کریکټ بورډ بیا ناڅاپي پریکړه وکړه او د راشدخان پر ځای يې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان بیا د لوبډلې مشر وټاکه. د کريکټ بورډ د مشر په وینا چې دا پریکړه يې، پدې کړې چې راشدخان له بهرنیو لیګونو سره قراردادونه لري. د اصغر په ټاکل کيدو سره په ټولنیزو رسنیو کې د مینه والو ترمنځ ګڼ بحثونه رامنځ ته شول.
 د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نایب د اصغر افغان په ټاکل کیدو انتقاد وکړ. نوموړی په ټولینزه رسنۍ په فسبوک کې په ژوندۍ بڼه راښکاره شو او ګواښ يې وکړ، تر څو چې  اصغر افغان د لوبډلې مشر وي، دئ به په لوبډله کې لوبې ترسره نکړي.
ويل کيږي چې په لوبډله او بورډ کې د سياسي ستونزو او ګروپونو جوړښت به افغان لوبډله د زمبابوې لوبډلې په برخلیک اخته کړي. زمبابوې کریکټ بورډ هم د سياسي ستونزو له کبله څه مودې وړاندې د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د بندیز سره مخ شوی و او اخطار يې هم ورکړی و، چې بیا ځلې په کریکټ بورډ کې سياسي مداخلې دوام وکړي، د تل لپاره به د کریکټ بندیز سره مخ شي.
په افغانستان کریکټ بورډ کې سياسي ستونزو هغو سپانسرانو اعتماد ته هم زیان رسولی چې د څو کالونو راهيسې د افغان لوبډلې سپانسري په غاړه لري. ويل کيږي چې هغه سپانسران چې د افغان لوبډلې سپانسري کوي، د وروستیو لانجو له کبله به دوی هم د افغان لوبډلې سپانسرۍ څخه لاس واخلي او افغان کریکټ بورډ د مارکيټینګ تر ټولو مهمه برخه له لاسه ورکړي.
https://avapress.com/vdceev8znjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته