دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 199151
د افغانستان امریکایي پوهنتون به خپلې هڅې روانې وساتي-سیدني
د افغانستان د امریکایي پوهنتون مشر دیوید سیدني هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې دا پوهنتون به په ۲۰۲۰ کال کې وتړل شي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون د احتمالي تړل کیدو د اندېښنو په ځواب کې د دې پوهنتون مشر څرګنده کړې، چې یاد پوهنتون خپل کار روان ساتلی او د پرمختګ په لټه کې دی.
ښاغلي سیدني دا ټینګارهم څرګند کړی، چې دوی د پوهنتون د امنیت خوندي کولو لپاره د امریکا مالي مرستو ته اړتیا لري.
د دې پوهنتون په خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس هم په افغانستان کې تلپاتې سوله یوه هیله ګڼل کیږي او پلې شوې نده؛ نو د امریکایي پوهنتون د امنیت خوندي کولو لپاره د امریکا تمویل یو حقیقت دی.
د افغانستان امریکایی پوهنتون مشر زیاته کړې؛ هغه او د دې ادارې کارمندان ګډې هڅې کوي، چې د راتلونکي کال او نورو کلونو د عملیاتي، امنیتي او اکاډمیکو برنامو د روانو ساتلو لپاره مالي مرستې ولري.
دوه ورځې مخکې سي ان ان څرګنده کړه، چې که په راتلونکي کال کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې مرستې ودریږي؛ کیدی شي د دې پوهنتون دروازه وتړل شي.
د افغانستان امریکایی پوهنتون، چې د هېواد یو نومیالی پوهنتون دی د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له ۶۰ سلنې مرستې برخمن پاتې شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې دې ادارې د افغانستان د امریکايي پوهنتون ادارې ته ویلي، چې پوهنتون باید د نورو مالي سرچینو لټه وکړي. د پوهنتون اوسنۍ بودیجه به د راتلونکي کال تر می میاشتې روانه وي.
په هره توګه که دا پوهنتون وتړل شي؛ له ۸۰۰ څخه د ډېرو زدکوونکیو برخلیک به هم ناڅرګند پاتې وي.
 
https://avapress.com/vdcbs9b88rhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته