یادو کسانو د "کیونېټ" په نوم یوه شرکت کې د "څنګه شتمن شئ؟" هدف لپاره فرېبکارانه فعالیت کاوه، چې پولیسو د خلکو د پرله پسې غوښتنو او عریضو له ترلاسه کولو وروسته نیولي دي.
د کیونېټ شرکت ۲۵ کسیزې شبکې د کاذب اعتماد جوړونې او خلکو ته د خیالي شتمنېدو رمز د ښودنې لپاره له بېلابېلو لارو چارو لکه: د عامه اذهانو د بدلولو لپاره د لنډمهالو سیمینارونو پرانیستل، د نړۍ د نامتو سوداګرو د انځورونو او ویډیوګانو نندارې، د هېواد له لرې پرتو سیمو د ځوانانو د جلب او جذب منظم تشکیل جوړول او د شتمنېدو په برخه کې د ستاینلیکو ورکړې خیالي پروګرامونه پر لاره اچولي وو.
د یادونې وړ ده چې نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او له کیونېټ شرکت څخه ۱۱ پایې کمپیوټرونه، د چل/دوکې ښودنې درسي مواد او یو شمېر نور مهم اسناد د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)