دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 200166
میدان وردک کې د مرمر ډبرې تولید ۵۷ ٪ زیات شوی
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د میدان وردک په ولایت کې د ۴۶ زرو ټنو څخه زیاته د مرمر ډبره تولید شوې، چې د تیر ۱۳۹۷ کال پرتله ۵۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

عبدالقدیر مطفي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د میدان وردک ولایت د مرمرو ډبرې بهر ته هم صادرې شوي دي.
ښاغلي مطفي وویل " په مجموعي په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د مرمر د ډبرې تولید ۱۶ زره او ۸۸۳ ټنو ته زیات شوی دی".
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په میدان وردک ولایت کې د تولید شوې مرمر ډبرې یو زر او ۸۷۹ مترمربع یې د اذربایجان پایتخت د باکو ښار ته او درې زره او۴۲۱ مترمربع ډبره یې د قزاقستان پایتخت استانه ښار ته صادره شوې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغو دوو هیوادونو ته صادر شوې ډبره د میدان وردک ولایت د سیداباد ولسوالۍ او د دغه ولایت د بهسودو د لومړۍ برخې د ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوې وې.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د میدان وردک په ولایت کې په ۱۳ ساحو کې د مرمر د ډبرې کانونه شته، چې اوس مهال یوازې د دغه ولایت له څلورو کانونو څخه د خصوصي شرکتونو له خوا ډبرې استخراج کیږي.
د جمهوري ریاست د یو لومړني اټکل له مخې وايي، چې په افغانستان کې د مرمر د ډبرو زیرمې تر ۱۵۰ ملیاردو ډالرو زیاتې دي، چې اوس مهال شاوخوا ۲۵ استخراجي او ۱۰۸ د پروسس شرکتونه په دغه سکټور کې فعالیت کوي.
افغانستان کې د ناامنۍ په پراخیدو په یو شمیر ولایتونو کې د نورو کانونو په څیر د مرمر له کانونو څخه هم ډبرې په غیر قانوني ډول استخراج کیږي.
د رپوټونو له مخې د ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د مرمرو د کانونو ډبرې په قاچاقي ډول ګاونډیو هیوادونو ته هم قاچاق کیږي.
د دغو رپوټونو پراساس د هلمند ولایت د دیشو په ولسوالۍ کې د سورډاګ په سیمه کې د مرمر د کان له استخراج څخه د افغان حکومت وسله وال مخالفان ګټه پورته کوي.
د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، چې د وسله والو مخالفانو سربیره سیمه ییز زورواکي، ځینې حکومتي مامورین او سیاسیون هم د کانونو څخه په غیر قانوني استخراج کې لاس لري.
که څه هم افغان حکومت د کانونو د ساتنې لپاره یو لړ اقدمات کړي او د کانونو د ساتنې لپاره یې ځانګړي ځواک تشکیل هم جوړ کړی او په یو شمیر ولایتونو کې يې د کانونو د استخراج قرادادونه ځنډولي ، خو د ناامنۍ د پراخیدو له امله په غیر قانوني ډول د ډبرو قاچاق مخه په بشپړ ډول نه ده نیول شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiwnui49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته