ايراني چارواکي وايي چي له افغانستان سره د اورګاډي پروژې کار به تر راتلونکو دريو يا څلورو مياشتو پوري بشپړ سي.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د ترانسپورټ وزارت مرستيال عباس خطيبي رسنيو ته ويلي چي د ايران او افغانستان نښلولو له پاره د اورګاډي پټلۍ د ايران له ختيځ ښار خاف څخه د افغانستان تر هرات ولايته پوري غځول کيږي.
سرچينې زياته کړې چي په راتلونکو دريو مياشتو کي به د دې ليکي غځولو چاري بشپړي سي او تر هغه وروسته به د اورګارډي د تګ راتګ پروسه پيل سي.
خطيبي ويلي، د ١٩١ کيلومتر په اوږدو کي دغه ليکه به ٢٠٢٠ زېږديز کال مارچ يا اپرېل مياشت کي بشپړ سي او له هغه وروسته به تګ راتګ، صادرات او واردات پيل سي.
د هغه په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دواړو هيوادونو تر منځ سوداګري ډېر پرمختګ وکړي او افغانستان به وکولاى سي د ايران له لاري نورو هيوادونو ته هم خپلي سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي.
د يادوني ده، د ايران تر څنګ افغانستان له ازبکستان سره هم د اورګاډي ليکي په وسيله نښلول سوى او افغان سوداګر خپل توکي د اورګاډي له لاري لېږدوي.