علي وزیر وویلې، پاکستان حکومت تل له پښتنوسره ظلمونه او له دوی سره یې دوکې کړې او هیڅکله به دوی له دې وروسته دریاست په خبرو ونه غولیږي.
د ده په خبره ټول پښتانه دسولې غوښتونکې دي خو په خبره یې پاکستانی حکومت سوله نه غواړي.
نوموړي د پاکستان د دفاع وزیر خټک د هغې غوښتنې چې له پښتون ژغورنې غورځنګ ته یې د خبرو بلنه ورکړې وه وویلې، د پاکستان حکومت سره خبرې وخت ضایع کول دي.
یوځل بیا لر او بر پښتانه د پاکستان پر حکومت وروسته له هغې په غوصه شوي ، کله چې پاکستانیو پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له خپلو نورو ملګرو سره ونیوه.
علي وزیر ویلي، پاکستان حکومت تل په پښتنو ظلمونه کړي او له دې وروسته به د دې ظلم مخنیوی کوي.
د پښتین په نیول کیدو سره په ټولنیزه میډیا کې هم سخت غبرګونونه پورته شوي دي.
د بښنې نړیوالې ادارې اسیا څانګې هم د پښتین دژر او پرته له قید او شرطه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ ګڼو نورو غړو هم د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی او ویلي یې دي که د دوی مشر پښتین ژر خوشې نه کړي نو پاکستاني حکومت ته به سخت تمام شي.
د یادولو ده چې له دې وړاندې په پاکستان کې دپښتون ژغورنې دغورځنګ غړي هم پاکستاني حکومت نیولي خو دا لومړی ځل دی، چې د یاد غورځنګ مشر پښتین پاکستاني پولیس نیسي.