دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 202075
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني بيان اندېښمن کړي دي. دې وزارت د جنورۍ په ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل دا خبرې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او د دواړو هېوادونو د اړيکو ښو ساتلو سره مرسته نه کوي.

تر دې مخکې په همدغه ورځ ولسمشرغني پر ټويټر وليکل چې پاکستان دې د عدم تشدد له لارې د بشري حقونو لپاره کارکوونکي، پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ژر خوشي کړي. هغه زياته کړه چې د بشري حقونو داسې فعالانو خبرې دې واورېدل شي او مسايل دې ورسره د مذاکراتو له لارې حل شي.
پوليسو منظور پښتين د جنورۍ ۲۷ له پېښوره ونيو. پر هغه يې پر آيين د نيوکو کولو او عامه ګډوډۍ جوړولو تورونه پورې کړي دي.
د پاکستان په سېنټ کې ځينو سينيټرانو دا نيونه غندلې ده. د نېشنل پارټۍ مشر مير حاصل خان بيزینجو د سېنټ مشر مخاطب کړ او ترې وي غوښتل چې پښتين ورخوشي کړي.
هغه زياته کړه: ((په داسې کارونو سره هېجان پېدا کېږي چې حکومت او رياست ته نقصان رسوي. زه غوښتنه کوم چې يا تاسو د منظور پښتين د سمدستي خوشي کولو حکم وکړئ او يا دې د کورنيوو چارو وزير دلته راشي. خپل ځواب دې ووايي.))
د حکمران ګوند کوم سينيټر د دې خبرو په ځواب کې څه ونه ويل. د اپوزيشن پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينيټر، عثمان کاکړ د منظور پښتين نيول کېدل پښتانه ځوانان تشدد کولو ته مجبورول وبلل.
په دې کار سره پښتانه ځوانان تشدد ته هڅول کېږي خو پښتانه بايد تشدد ونه کړي.
هغه زياته کړه: ((دوی ټول پښتانه راپارول غواړي. په ټوله نړۍ کې به پر دې سخت غبرګون راځي. که سنديان دي که بلوچان دي او که پښتانه دي… ټول به پر دې غبرګونه ښيي. هر چا چې د منظور د نيولو فېصله کړې هغه غواړي زموږ ځوانان په تشدد کولو لاس پورې کړي خو زموږ ځوانان بايد داسې ونه کړي. زه غوښتنه کوم چې منظور دې ژر تر ژره خوشي کړل شي.))
د بشري حقونو نړيوالو ادارو ايمنسټي انټرنېشنل او هيومن رايټس واچ سربيره د پاکستان انساني حقونو کمېشن د منظور پښتين په نيولو خفګان ښودلی او د هغه خوشي کېدل يې غوښتي دي.
په افغان سياستوالو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر هم دا غوښتنه تکرار کړې ده. پښتنو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د جنورۍ له اته ويشتمې څخه د مظاهرو پېلولو اعلان کړی دی.
مشال راډيو د منظور پښتين د نيولو په اړه په پاکستان کې د واکمن تحريک انصاف ګڼو سياستوالو سره د خبرو کولو کوښښ وکړ خو هغوی پرې تبصره ونه کړه.
د منظور پښتين په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د غېب کړل شوو کسانو عدالتونو ته حاضرول، پر وسايلو خپل واک، د هدفي وژنو ودرول، د ماورای عدالت قتلونو بنديدل او د وسله والو طالبانو سره د پاکستاني رياست مرستې نه کولو غوښتنې لري.
د پاکستان پوځ د دوی تورونه ردوي او وايي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د ډېرې قربانۍ په ورکولو او په اخلاص سره کار کولو له لارې يې په قبايلو کې امن راوستی دی.
https://avapress.com/vdcbz5b5srhbggp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته