مودي وایي که پوځ ته امر وکړي نو خپل دغه ګاونډی هېواد به له ۷ تر ۱۰ ورځو پوره ختم کړي.
د مودي په خبره پاکستان تل په سیمه کې جګړو، ناندریو او ترهګریو ته لمن وهلې ده او د ترهګرو ډلو تر ټولو ستر ملاتړی دی.
د هند لومړي وزیر زیاته کړې ، چې پاکستاني حکومت زرګونه انسانان وژلي دي او لا هم خپلو ورانکارو کارونو او ترهګریزو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.
هند هیواد هم وروسته له هغې د پاکستان حکومت د ختمیدو خبره کوي ، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې حالت سخت ترینګلي دي.
پاکستاني حکومت هم د روانو ناندریو د ختمولو لاره ورکه کړې ده او د دې پرځای ، چې ستونزه حل کړې نوره هم ترې زیاتیږي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د پاکستان او هند ترمنځ هم سیاسي اړیکي په هره برخه کې بې خونده او ترینګلې دي.
پاکستان د هند دلومړي وزیر د دې څرګندونو په غبرګون کې تراوسه څه نه دي ویلي.
د سیاسي چارو کار پوهان وایي پاکستان حکومت به په روانو هڅو ګړنګ ته وغورځیږي اوسخت زیان به وویني.
دوی وایي حکومت ته پکار ده په هیواد کې میشت قومونه خپل کړي نه له ځانه د لرې کیدو هڅه یې وکړي.