دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 202250
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: که څوک قانون ماتوي نیول کېږي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه وايي، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرې خپل ځای لري، خو که څوک د هېواد قانون ماتوي، نیول کېږي.


نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، هغه(منظور پښتین) پاکستانی وګړی دی، د هېواد قانون یې مات کړی، ځکه نیول شوی دی.
، تر کومه چې د پښتنو خبره ده، پښتانه له دې حکومت سره دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو او له هغه وروسته د نوموړي د ملاتړ لپاره د احتجاج له امله د غورځنګ د نورو غړو پر نیولو بحث کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgnx9xzak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته