سرچینه وايي، ولسمشرغني ادریس زمان ته وعده ورکړې وه چې تر څو یې بل وزیر نه وي ټاکلی او نوې کابینه یې د بریا په صورت کې نه وي وړاندې کړې، دی به د باندنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي معین وي.
خو دغه سرچینه وايي، ادریس زمان خپله مېرمن په لندن کې د افغانستان په سفارت کې مقرره کړې وه او هغې له دیپلوماتیکو اصولو خلاف سمدواره د انګلستان حکومت ته د سیاسي پناه ورکولو غوښتنلیک وړاندې کړی و.
سرچینه وايي، د انګلستان حکومت لخوا دغه غوښتنه په مستقیم ډول ولسمشر غني ته راجع شوې وه چې ولسمشر یې سخت خپه کړ.
د دیپلوماتیکو اصولو له مخې برحاله دپلوماتان په بهر کې د پناه غوښتنه نشي کولای.
سرچینه وايي، د ولسمشر غوسه د ادریس زمان په مقابل کې اوس سړه شوې او د هغه د هلو ځلو قدر کوي چې نږدې راتلونکي کې کېدای شي بل ماموریت ور وسپاري، خو هغه به د وزارت په کچه نه وي، بلکې سفارت یا بله کومه څوکۍ به وي.
دا په داسې حال کې ده چې ادریس زمان په دې وروستیو کې د باندنیو چارو وزارت کې د ژورو اصلاحاتو له کبله پراخ ولسي محبوبیت ترلاسه کړی و چې ناڅاپي لرې کېدو یې شکونه راپورته کړل.