دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 202914
کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه یې توکو یو لوی هغه قاچاق وړونکی یې نیولی چې د کابل امنیه قومندانۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې برحاله منسوب و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن پنجشنبه کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل چې امنیتي ځواکونو د نشه یې توکو لوی مافیا میا احمد احمدي چې عملا د کابل امنیه قومندانۍ کې یې د نشه یې توکو سره د مبارزې برخه کې د مدیر په توګه دنده پرمخ بیوله نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند چې وروستۍ یوې میاشت کې د پولیسو پر لاسته راوړنو یې خبرې کولې وویل، چې میان احمد احمدي د نشه یي توکو یو له سترې مافیا څخه شمېرل کېږي، چې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د ښاغلي رحیمي په وینا میان احمد احمدي چې د کابل امنیه قومندانۍ برحاله کاروکوونکی و، او له نشه یې توکو سره یې د مبارزې برخه کې کار کاوه، د کابل ښار ټولو حوزو کې به یې نشه یي توکي وېشل او د نشه یې توکو له کاروباریانو څخه به یې باج اخیسته.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزار پنځه نور برحاله کاروکونکي چې د نشه یې توکو کاروبار کې یې لاس درلو د نیول شوي، او نسبي دوسیه یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت  خپلو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وايي، چې د جنايي جرمنو کچه تر پخوا ډېره کمه شوې، او یوازې کابل کې د یو میاشتې په ترڅ کې ۳۷۱ کسان د بېلا بېلو جرمنو په تور نیول شوي دي.
ویاند رحیمي وویل، چې تیرې میاشتې کې د ټول هېواد په کچه ۱۷۷۳ کسان د ډول ډول جنايي جرمنو په تور نیول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdfx0xoyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته