کله چې له ښاغلي سټولټنبرګ وپوښتل شول، ناټو ته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې مهمې دي او که سوله؟
د نوموړي ځواب دا وی چې: "زما لپاره، دا تناقض نه دی، باوري هم یم چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم دا موخه لري او د ناټو ملاتړ ورسره دی. موږ ددغو خبرو په اړه له امریکا سره له نژدې سلامشورې کوو، چې بین الافغاني خبرې پيل شي."
نوموړي وویل، په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته نه شي راتلی، چې په وینا یې پخله افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه یوه خوله او یو موټی شي:
"ناټو پرېکړه نه کوي، د ناټو هېڅ ټلوال هم دا پرېکړه نه کوي، بلکې افغانان پخپله باید پرېکړه وکړي، خو زموږ هڅه دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرو او بحث ته لار برابره کړو، چې همدا سولې ته د رسېدو لار ده."