یو شمېر افغان سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د ټولو په ګډون د داسې یوه حکومت رامنځته کولو غوښتنه کړې چې د دوی په وینا سولې ته ژمن وي.
په دې ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله، د ملي اسلامي جنبش ګوند د مرکزي شورا مشر باتور دوستم، د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق، د افغانستان د وحدت ګوند محمد کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او انوار الحق احدي برخه لرله. دوی د ګلبدین حکمتیار په کور کې غونډه کړې ده.