دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۷
د مطلب کود : 204349
په امنیتي مجلس کي د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پر ښه مدیریت او د کندهار-ارزګان لويي لاري د ډاډمن امنیت پر تامین خبری وسوې د کندهار والي او نظامي شورا رئيس حیات الله حیات په مشري نن سې شنبه د امنیتي مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کندهار-ارزګان ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت او دواړو ولایتونو تر منځ غځیدلي لاري د ډاډمن امنیت د تامین په موخه معلومات شریک او لازم تصمیمونه ونیول سول.
په غونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات تر څنګ د ارزګان والي محمدشفیق اسدالله سعید د ارزګان ولایت د نظامي شورا مسؤلینو، د کندهار د ملي امنیت رئیس تورن جنرال نظرشاه خان صافي، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال میر اسدالله کوهستانی، د کندهار امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي، په جنوب کي د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قومندان او نظامي مشاورینو هم ګډون کړی وو.
په غونډه کي د کندهار-ارزګان ولایتونو مسؤلینو د دواړو ولایتونو تر منځ د لویي لاري د امنیت د تأمین، د سولي پروسې، د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ د ارزیابي او ښه مدیریت، د دښمن د بریدونو د مخنیوي، د امنیتي د ښه والي او یو شمیر نورو راتلوونکو او روانو امنیتي پلانونو اړوند معلومات شریک او تر نظریاتو اوریدلو وروسته ورباندي لازم تصمیمونه ونیول سول.
په غونډه کي کندهار والي او د نظامي شورا رئيس حیات الله حیات وویل، د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ د پیل سره سم په کندهار ښار او ولسوالیو کي د جمهور رئیس محمد اشرف غني په خاصه پیرزوینه د مسجدونو د بنسټ ډبري اېښودلو لړۍ روانه ده او همدارنګه د ۹م د حوت په مناسبت تر دې مهاله د کندهار علمای کرامو، ښځو، مدني فعالانو او ژورنالیستانو او محصلینو د بیلابیلو لویو غونډو پر مهال د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو ستاینه کړې او د هغوي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړي، چي دا لړۍ به د اوونۍ تر پایه روانه وي.
په غونډه کي د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید او یو شمېر نورو نظامي مسؤلینو هم خبري وکړې او امنیتي وضعیت د ښه والي او د مخالفینو د تهدیدونو د له منځه وړلو په اړه یې وړاندیزونه شریک او لازم تصمیونه ونیول سول.
https://avapress.com/vdchkkniw23nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته