د امريکا متحده ایالاتو حکومت تر هغه وروسته چې پر هڅو سربيره يې هم د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ جوړ جاړی ونه شو، نااميدي څرګنده کړه. د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو په خپله يوه اعلاميه کې وويل چې دا ناکامي د دوو هيوادونو ترمنځ اړيکي زيانمنوي او په عين حال کې د هغو کسانو پر وړاندې بې احترامي ده چې د افغانستان د راتلونکي جوړولو له پاره یې خپل ځانونه قربان کړي دي.
پمپيو د دې اختلافاتو په نتیجه کې د سختو اقداماتو اعلان وکړ او ویې ويل چې د افغانستان د روان کال د پرمختيايي چارو د بودجې څخه به يو میليارد يورو مرسته کمه کړي.
پمپيو وويل: «موږ چمتو يو چې په ۲۰۲۱م کال کې نورې يو ميليارد مرستې هم کمې کړو.» دا به د افغانستان له پاره د امريکا د مرستو کابو څلورمه برخه وي. نوموړي دې خبرې ته اشاره وکړه چې پر دې اقداماتو په هغه صورت کې له سره غور کيدلی شي چې افغانان د يوه پايداره حکومت په جوړولو سره يو شي.
خو د افغانستان په څېر هېواد له پاره چې ډېر ضعيف اقتصاد لري، د مرستو کمول ښايي ډېرې ناوړه پایلې ولري. په واشنګټن کې د وودرو ويلسون د نړيوالو څيړنو په مرکز کې د جنوبي آسيا کارپوه مايکل کوګلمن وايي چې د افغانستان د بودجې ستره برخه پر بهرنيو مرستو ولاړه ده.
کوګلمن له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې امريکا پرته له دې بله لاره نه لري: «امريکا متحده ايالات غواړي د مالي مرستو په کمولو د غني او عبدالله ترمنځ اختلافاتو کمولو له پاره خپله وروستۍ هڅه وکړي.«