دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۴۳
د مطلب کود : 206784
په اسټرالیا کې ساینسپوهانو د کورونا وېروس ضد دوه واکسینونو لابراتوار کې پر حیواناتو ازمېښت پیل کړی، او که یې پایلې بریالۍ وې نو دا به یو لوی نړیوال پرمختګ وي.‌ دا واکسین په اصل کې د اکسفورډ پوهنتون او د اېنویو په نامه امریکایي شرکت جوړ کړي، او د روغتیا نړیوال سازمان یې به لابراتوار کې پر حیواناتو د ازمېیلو اجازه ورکړې ده.

دا واکسین اوس لپاره پر نولي یا موش خرما ازمېیل کېږي، ځکه ویل کېږي چې دا حیوان هم د انسانانو په څېر په کورونا وېروس اخته کېدلی شي.‌
اوس به یې د اسټرالیا د سایسن ملي اداره پایلې ګوري او بیا به پرېکړه کوي‌ چې ایا د انسانانو لپاره هم خوندي دي که نه.
تېره میاشت امریکا کې هم یو واکسین پر انسان ازمېیل شوی و،‌ خو د اصولو له مخې لومړی پر حیواناتو د ازمېښت له پړاو نه و تېر شوی.‌
د نړۍ په نورو برخو کې هم دا مهال د کورونا وېرس ضد واکسین باندې په خورا چټکۍ کار روان دی.‌
اسټرالیا کې څېړونکي‌ وایي، تر دې پړاوه رسېدو لپاره په نړیواله کچه همکاري شوې او په ډېره چټکۍ دا چاره پر مخ تللې، چې پخوا یې بېلګه نه ده لیدل شوې.
 
https://avapress.com/vdcc4eqi02bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته