دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 206804
نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون تېر شو. دا په داسې مهال ده چې له یوې اونۍ لږ مخکې کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر پنځه لکه بلل شوی و. د پنجشنبې ورځې د شمېرو له مخې له دې وېروس د مړو شمېر هم له ۵۳ زرو ډېر شوی او دوه لکه لس زره کسان هم ترې جوړ شوي دي. امریکا کې تر نورو هېوادونو ډېر کسان په کورونا اخته شوی چې شمېر دوه لکه دېرش زرو ته رسېدلی. ایټالیا کې له دې وېروس ۱۳ زره کسان مړه شوي چې له بل هر هېواد ډېر دي.

کورونا۱۹ وېروس اول ځل نږدې درې میاشتې مخکې د چین ووهان ښار کې وپېژندل شو او اوس د نړۍ ډېری سیمو ته رسېدلی او د نږدې نیمايي خلکو ژوند یې په ټپه درولی دی.
د پنجشنبې په ورځ اسپانیا- چې د قربانیانو له مخې دویم هېواد دی- رپوټ ور کړ چې تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې ۹۵۰ نور کسان له دې ناروغۍ مړه شوي او دا په دغه هېواد کې تر ټولو لوړه شمېره او د ایټالیا د مړینې له ریکارډ لږ کمه ده.
په اسپانیا کې له دې وېروس تراوسه له دې ویروس له لس زرو ډېر کسان مړه شوي او په ویروس د اخته کسانو شمېر یې هم له یو لک پورته شوی دی.
نن پرلپسې شپږمه ورځ ده چې اسپانیا کې د کورونا وېروس د مړو شمېر له اتو سوو ډېر دی.
د برتانیا روغتیا وزارت هم وايي، تراسه دغه هېواد کې د کورونا له امله ۲۹۲۶ کسان مړه شوي دي.
دا وزارت په ټویټ کې تاییدوي چې تر نن یې د یو لک ۶۳ زره او ۱۹۴ کسانو معاینه کړې چې پکې ۳۳ زره او ۷۱۸ کسان کورونا نیولي دي.
 
https://avapress.com/vdcfxvd0jw6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته