د اشرف غني ځانګړی ساتونکی «قیام مقصودي» تېره ورځ د نامالومه کسانو له لوري په کابل کې په ډزو وژل شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» وایي، تېره شپه د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ولسمشر د ساتونکي ځواک «پي پي ایس» په دوو تنو کارمندانو باندې ډزې وشوې، چې په پایله کې يې «قیام الدین مقصودي» وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.
د ارین په خبره، د پېښې څېړنه د پولیسو له لوري دوام لري.
تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.