دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 207188
په کابل کې ۱۰۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه
له کرونا ویروس څخه د ژغورنې جرګه ګۍ په ډاګه کړې، چې نن د کابل ولایت ۷ـ ۱۴ ـ۲۱ او ۲۲ ښاري ناحیو ۱۰۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده جرګه ګې څرګندوي، چې تر دې دمه په کابل  او ولسوالیو کې ۴۰۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي وېشل شوې دي. 

په دغو مرستو کې ۵۰۰ ټنه غنم او ۳۰ ټنه دال ول، چې د کرنې وزارت له ستراتیژیکو زیرمو وېشل شوي دي.

د دغو مرستو لړې به په نږدې راتلونکې کې نورو ناحیو او ولسوالیو ته هم وغزیږي.
 
https://avapress.com/vdcbwzb5wrhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته