دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 207680
زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر په قطر کې سره ولیدل
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي د دغه دفتر مشر ملا برادر او د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د امریکا او طالبانو له موافقې د سرغړونې په څېر پر ځینو مسایلو خبرې وکړې.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، پرونۍ کتنه د قطر د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال په کوربه‌توب وشوه.
د شاهین په خبره په دې کتنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حاضر و.
د طالبانو ویاند زیاتوي چې په دې کتنه کې د موافقې د بشپړ تطبیق ترڅنګ له دې موافقې د سرغړونو پر موضوع، د بندیانو د خوشې کېدو پر ځنډ او حل‌لارو خبرې وشوې.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، زلمی خلیل‌زاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې په وړاندې پر موجودو چلنجونو د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.
په اعلامیه کې د دغو چلنجونو یادونه نه‌ده شوې.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په خپلو کې د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې یوه موافقه لاسلیک کړه.
د دې موافقې له مخې به افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان به په بدل کې د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.
دغه تبادله د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل لپاره یو شرط ټاکل شوی دی.
په پام کې وه دا خبرې د مارچ پر ۱۰مه پیل شي، خو د څه باندې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته هم معلومه نه‌ده دا مذاکرې به کله پیلېږي.
حکومت تر اوسه د طالبانو ۳۰۰ بندیان خوشې کړي او طالبانو د ۲۰ بندي پوځیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.
خو د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ویلي، هغه نږدې ۲۰ کسان چې طالبانو خوشې کړي، ملکیان دي.
هغه د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، په خوشې شویو کسانو کې یوازې یو تن په ۱۳۹۸ل کال کې په پولیسو کې دنده درلوده، چې وروسته یې دنده پرېښې وه.
https://avapress.com/vdcivyarut1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته