دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۱۷
د مطلب کود : 207871
فېروز الدین فېروز او وحید عمر استجوابېدل؛
په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۷۸۴ ته ورسېدې.
په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره ولسي جرګې د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز او د ولسمشر سلاکار او د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي د کمېتې مشر وحید عمر د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته بیا ور وغوښتل ترڅو ملت ته ځواب ورکړي.
د ولسي جرګې غړي انتقاد کوي چې د کرونا ویروس لپاره ځانګړې شوې پیسې په ځای نه‌دي لګېدلي.
دوو وکیلانو کمال ناصر اصولي او مولوي احمدی تره‌خېل وویل: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت د پراشوټ له تېکې څخه د ډاکترانو محافظتي لباس په ډېر لوړ قیمت فرمایش ورکړی چې دا لوی ظلم دی."
تاسې باید یو بام دوه هوا ونه‌کړئ، د کابل په ۲۱مه ناحیه کې روغتون جوړ شوی، خو هېڅ امکانات نه‌شته او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي."
د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۹ کال د وري ۲۷» په غونډه کې د روغتیا وزیر د وکیلانو له انتقادونو وروسته وویل چې دوی له کمو امکاناتو سره هڅه کوي چې د دې ویروس د پراختیا مخنیوی وکړي، خو نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي که نه نو په خبره‌یې هېواد به له یو لوی ناورین سره مخ شي.
ښاغلی فېروز زیاتوي: "موږ په شدت اندېښمن یو، په خلکو غږ کوم، هیله کوم، عذر کوم چې په خپلو کورونو کې کېنئ، د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته غوږ ونیسئ او هېواد وژغورئ."
د ولسمشر سلاکار او د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي د کمېټې مشر وحید عمر د ولسي جرګې په غونډه کې د وکیلانو د انتقادونو په ځواب کې وویل چې تر اوسه له کرونا سره د مبارزې لپاره ۱،۸ میلیارده افغانۍ ولایتونو ته لېږل شوي دي او همدارنګه نږدې ۱،۲ میلیارډه افغانۍ د عامې روغتیا وزارت له لوري لګول شوې دي.
ښاغلی عمر وايي: "د عامې روغتیا وزارت له لوري نږدې ۱،۲ میلیارډه افغانۍ لګول شوي او سبا د کابینې غونډه ده او یوه طرحه جوړوي چې د بودجې منابع تعدیل شي تاسې به دا تصویبوئ او لسګونه میلیارده افغانۍ به په دې لار کې ولګول شي."
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د کرونا ۷۰ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت په وینا د دغو پېښو له ډلې ۳۱ په پلازمېنه کابل، ۲۲ په هرات، ۳ په کندهار، ۳ په غزني، ۲ په میدان ودرک، ۲ په کونړ، ۲ په ننګرهار، ۲ په نیمروز، ۱ په فاریاب، ۱ په ارزګان او ۱ په بغلان ولایت کې رامنځته شوي.

له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته پورته شو.
د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په اکثرو ښارونو کې ګرځ‌بندیز لګېدلی دی او یو شمېر ښارونو کې نوی دغه ګام پلی کېږي.

له دې ډلې نن په کندهار ښار کې د خلکو په ګرځېدو کلک بندیز
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdca00nu649nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته