دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 208868
جهادي شخصیت او لیکوال استاد محمد زمان مزمل له حبریالان سره په خبرو کې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې خپلو سلاکارنو ته یې له افغانستان څخه د پوځونو د بشپړ وتلو په باب کړې دي، پر افغان حکومت او طالبانو فشار بولي.


مزمل وايي چې امریکایانو دوه کاله وړاندې په ترکیه کې طالبانو ته ویلي وو چې تاسو د سولې لپاره زموږ د پوځونو وتل شرط مه ږدی، امریکايي پوځونه په هر حالت کې له افغانستان نه وزي. تاسو خپله مساله جوړه کړئ.
استاد مزمل  وویل چې د امریکا د ولسمشر وروستۍ خبرې هم ماته پر حکومت او طالبانو د یوه فشار په توګه ښکاري او دلیل یې دا دی چې کرونا خو تر افغانستان په امریکا کې په زور کې ده. نوموړی وايي، مساله د سیاسي کرونا ده، د کابل حکومت او طالبانو دواړو څو ځلې کلانکارۍ وکړې او د امریکا دریځ یې سم درک نکړای شو. د دې هېواد د پرېکړو او طرحو سره یې مخالفت وکړ. ښايي امریکا نور زغم ونه لري چې دغه ډول نازونه واخلي.
د مزمل په اند، ټرمپ عملي سړی دی، چې څه وايي عملي کوي یې، ماته یې د پوځونو د ایستلو خبره هم بابیزه نه ښکاري. استاد مزمل وویل، امریکا ډېر لوی ځواک دی، په افغانستان کې دغه نیم بنده ثبات هم د دوی په سبب دی، که په دغه ناجوړ حالت کې ووزي، خدای خبر موږ به په څومره نورو بدمرغیو واوړو.
 
https://avapress.com/vdch-6ni623nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته