د رونټيا د څار بنسټ مشر «اکرام فضلي» طلوع نیوز ته ویلي « د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د نړیوالو مرستو په برخه کې د حکومت انحصار تزلزل رامنځته کوي او لږ باور چې پاتې دی، هغه هم له منځته وړي.»
د ولسي جرګې یو تن غړی «میرحیدر افضلي» هم په ورته نظر دی، نوموړی وایي « ټوله نړۍ کې مرستې د موسساتو او بنسټونو لخوا لګول کیږي. لکه د ډپلیو اچ او یو اس اې آی ډي لخوا لګول کیږي. هیڅ ځای کې داسې نشته چې پېښې مستقیم دولت ته ورکړل شي او د دولت لخوا ولګول شي.»
د پارلمان یو بل تن وکیل «ګل رحمان همدرد» بیا وايي، نړۍ د سیستم محوري کار په لټه کې ده؛ خو ارګ بیا فرد محوري کار کوي، چې له امله یې نړیوال ملاتړي له افغانستان سره مرستو ته زړه نه ښه کوي.
څارونکي داسې مهال حکومت د مرستو په انحصار تورنوي، چې په هیواد کې د کرونا له امله د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه لوړه شوې او هیوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي؛ خو حکومت یې لا هم د مخنیوي لپاره جدي ګامونه ندي اخستي.