دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 209044
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دفتر هغه آوازې بې اساسه بللي، چې ګواکې خلیلزاد له خپلې دندې لرې شوی دی. تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي زلمي خلیلزاد د ګوښه کولو او پر ځای یې د پخواني امریکايي پوځي چارواکي جنرال جوزیف ډانفورډ د ټاکلو آوازه خپره شوې وه؛ خو د ښاغلي خلیلزاد دفتر دغه آوازه رد کړه.

د زلمي خلیلزاد له دفتره رسنیو ته په استول شوي لنډ پیغام کې ویل شوي، چې ښاغلی خلیلزاد په خپل ځای دی او تراوسه هیڅ داسې کوم تغیر او تبدیل نه دی راغلی.
زلمی خلیلزاد د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر میاشت کې له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتي پروسې پرمخ بیولو او افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شو، چې له ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته یې د طالبانو او امریکا د حکومت ترمنځ د سولې یوې معاهدې لاسلیک ته لاره هواره کړای شوه.
 
https://avapress.com/vdceeo8wejh877i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته