دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 209094
کاناډا په شخصي توګه د جنګي وسلو لرلو بندیز ولګاوه
د کاناډا صدر اعظم جسټن ټروډو د شاوخوا ۱۵سوه جنګي وسلو پر خوندیتابه او پېر او پلور بندیز ولګاوه، دا پرېکړه د ښاغلي ټروډو د ټاکنیزو شعارونو یوه برخه وه، چې تېر نومبر کې یې درلودې، دا پرېکړه څو اونۍ وروسته له هغې کېږي چې تېره اونۍ په نواسکوشیا ایالت کې ډزې وشوې.


په یاده پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي وو او دا د کاناډا په تاریخ کې خونړۍ پېښه ګڼل شوې وه، بریدګر د کاناډا له ځانګړي پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.
جسټن ټروډو د جمعې په ورځ (د مې لومړۍ) وویل، دا بندیز به سم لاسي له نن پلي شي، که څه هم په قانون کې د دا ډول وسلو د دوه ځله چیک کولو لپاره دوه کاله وخت لري.
هغه زیاته کړه، دولت ورته د لایحې په جوړولو بوخت دی چې پارلمان به له تصویب وروسته دولت ته اجازه ورکړي منع شوي وسلې ددوی له څښتنانو وپېري.
ښاغلي ټروډو خبري غونډه کې دا نوی قانون داسې روښانه کړ او ویې ویل چې په دې هېواد کې د وسلې ډېری څښتنان قانون پلی کوي خو دا چې په شخصي بڼه د وسلې ساتل نه عامه ګټه لري او نه هم د ډاډ وړ کوم ښه لامل.
 
https://avapress.com/vdcjhhe8xuqeyyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته